د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، چې محتسبینو روانه اونۍ د ښځو اړوند ۶۳ قضیو ته رسېدنه کړې ده.
یاد وزارت زیاته کړې، محتسبینو په دې موده کې ۴۲۲ رواني ناروغان له پېژندنې وروسته د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته ور پېژندلي دي.
محتسبینو دغه راز ۷ کوډګر نیولي، ۲۶ دښمنۍ او شخړې یې حل کړې او له کسبکارانو او سوداګرو سره یې ۶۲ د پوهاوي ناستې کړې دي.

