ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د شاه سلمان بنسټ له افغانستان سره روغتیایي همکاري  کوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د شاه سلمان بنسټ له رییس دوکتور عبدالله ربیعه سره لیدنه کړې.

عامې روغتیا وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان روغتیايي سکټور سره د شاه سلمان بنسټ د انکشافي او بشري مرستو، د همکاريو پر پراختیا، سرطاني، زړه، او ولسوالیو په کچه د عمومي روغتونونو په تجهیز او ساري ناروغیو سره په مبارزې خبرې شوې دي.

همدارنګه په دې لیدنه کې مولوي نور جلال جلالي د شاه سلمان بنسټ رییس ښاغلي ربیعه ته دعوت ورکړی، تر څو د لا ښې همغږۍ او د هېواد د روغتیایي سکتور سره د همکارۍ په موخه د سعودي شاهي دولت د روغتیا له وزیر سره یو ځای د افغانستان څخه لیدنه وکړي.

دغه راز ښاغلي ربیعه د روغتیایي تجهیزاتو، ظرفیت لوړونې، معیاري درملنې او نورو برخو کې د مرستو ډاډ ورکړی.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزیر سعودي عربستان، ته د خپل سفر پر مهال له بېلا بېلو مسوولینو سره لیدنې تر سره کړي چې موخه یې د هېواد د روغتیایي سیستم پرمختګ او د نړیوالو سره د لا ښې همغږۍ رامنځ ته کول دي.