د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر اقدام نیوکه کړې او ویلي یې دي، اسلاماباد د افغانستان پر خپلواکه واکمنۍ غوسه دی.
جیسوال په یوه خبري ناسته کې زیاته کړې:« پاکستان ګمان کوي چې له مجازاتو پرته تر پولې هاخوا ترهګریزې کړنې د دوی حق دی، په داسې حال کې چې ګاونډيو هېوادونو ته دا ډول چلند د منلو وړ نه دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې نوې ډهلي د افغانستان له ملي حاکمیت، تمامي ارضیت او خپلواکۍ څخه ملاتړ کوي.
دغهراز د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د اوبو مدیریت په ځانګړي ډول د اوبو برېښنا پروژو ملاتړ کوي.
ښاغلي جیسوال، د اوبو د مدیریت په برخه کې سلما بند د دواړو هېوادونو د همکاریو یوه بېلګه ګڼلې ده.

