د افغانستان فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره افغان ملي لوبډلې د نويو ځوانانو درېيم پړاو اسيايي سياليو پايلوبه کې ايران ته د ۲ – ۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او په لومړي ځل يې د دغو سياليو تاریخي اتلولي خپله کړه.
افغان تنکيو ځوانانو یوه په زړه پورې لوبه وکړه او په پايله کې يې د سرو زرو تاریخي مډال په خپل نوم ثبت کړ.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د اسيا سياليو قهرماني په پار ټولو هېوادوالو ته مبارکي ویلې ده.
دغه راز د حافظ انس حقاني په ګډون د اسلامي امارت نورو چارواکو او هېوادوالو هم دغه تاریخي بریا ویاړ بللې ده.
افغان ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې پرلپسې اوزبیکستان، بحرین، چین، ټایلنډ او د ایران پیاوړې لوبډلې ته ماته ورکړه.
د يادونې وړ ده، د نويوځوانانو درېيم پړاو اسیایي سیالۍ د بحرین په کوربهتوب د اتو هېوادونو په ګډون په دوه ګروپونو کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۳مه پیل شوي وې، چې پرون(پنجشنبه، د اکتوبر ۳۰مه) د افغان اتلانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

