د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه ترسره شوه.
دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د کمال خان بند اړوند د کانالونو پاتې چارې به د ملي پراختیا شرکت له خوا د شوي قرارداد له مخې بشپړیږي او د بند د پاتې چارو له بشپړېدو وروسته به د ځمکو وېش په اړه پرېکړه کیږي. همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې د اسلامي امارت له لوري یوه رسمي اعلامیه ترتیب کړي او د ملي راډیو تلوېزیون او محلي راډیوګانو له لارې دې ولس ته دا وضاحت ورکړل شي چې د قوشتېپې کانال او نورو کانالونو اړوند د ځمکو د وېش په اړه روانې ګنګوسې حقیقت نه لري او هېڅوک حق نه لري چې د یادو کانالونو اړوند د ځمکو په حساب له چا سره د توزیع معامله وکړي او یا په دې نامه له خلکو څخه پیسې او اسناد راټول کړي.
که چا د کانالونو د ځمکو د وېش په نامه له ولس څخه پیسې یا اسناد واخیستل، نو د حکومت له خوا به د جدي او قانوني چلند سره مخ کیږي. ورپسې په هېواد کې د ذخیروي بندونو د تخریب او ماتېدلو د مخنیوي، ساتنې او پاملرنې په پار پرېکړه وشوه، چې د اوبو او انرژۍ وزارت دې له مالیې وزارت سره په ګډه کار وکړي او هغه بندونه دې په ګوته کړي چې بېړني ترمیم ته اړتیا لري او بیا دې د ملي بودیجې له لارې د دې بندونو د ترمیم، ساتنې او څارنې لپاره موضوع د وروستۍ پرېکړې په پار اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
د اقتصادي کمیسیون په دې غونډه کې د شرکتونو د تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو د ورکړې پر څرنګوالي بحث وشو او پرېکړه وشوه،چې د اقتصادي کمېسیون د ۱۴۴۳هـ.ق کال د رمضان المبارک د ۲۳ مې نېټې د شپږمې مصوبې د فیصلې پر اساس، د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت، مالیې وزارت او د افغانستان بانک له خوا دنورو اړوندو وزارتونو، ادارو او خصوصي سکتور سره په مشوره د خصوصي شرکتونو د تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو د استرداد څرنګوالی تایید دی.
د کابینې له تایید وروسته دې د مالیې وزارت او د افغانستان بانک له نورو ارګانونو سره په همکارۍ د یادو تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو د ورکړې څرنګوالی د ترتیب شویو موادو مطابق اجرا کړي.
همدارنګه د هلمند د زمینداور کانال پروژې په اړه خبرې وشوې، پرېکړه وشوه، چې د د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په همغږۍ او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ د اوبو او انرژۍ وزارت، کانونو او پټرولیم وزارت، ملي پراختیا شرکت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې یوه ګډه تخنیکي کمېټه دې د زمینداور کانال په اړه یو ځل بیا څېړنې ترسره کړي او هلته دې د اوبو د زېرمو په پام کې نیولو سره د پروژې د امکان سنجۍ او قېمت ټاکنې په ګډون ترسره شویو مطالعاتو ته له سره کتنه وکړي او د خپلو موندنو راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
د غونډې په پای کې د هرات په ګمرک او اسلام کلا بندر او همدارنګه د هېواد په نورو ګمرکونو او بندرونو کې له ۲۰۱۰ څخه د ټيټ ماډل موټرو او همدارنګه د ښي لاس هغو موټرو چې تېرې ادارې د پنځو کالو اسناد ورکړي وو، خو وخت یې پوره شوی دی او تېرې ادارې ضبط کړي دي، همداراز هغه موټر چې ترافیکي پېښې یې کړې دي او تېرې ادارې ضبط کړي دي؛ د دغو ټولو موټرو په اړه پرېکړه وشوه، چې د کابینې د ۱۴۴۳ هـ.ق کال د ۲۷مې مصوبې د فیصلې پر اساس، د هېواد په ګمرکونو کې د درول شویو او نورو نامحصول شویو موټرو د محصول کولو او د ټرانسپورټي ستونزو د حل په موخه دې د د ترانسپورتي چارو تنظیم کمېسیون له خوا د برابر شوي راپور پر اساس جوړه شوې طرحه تطبیق او عملي شي او اړونده چارې دې د ټاکل شوي پلاوي له خوا تعقیب شي.