ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د فوټسال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله د اسيايي سياليو له اتلولۍ ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه

د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره افغان ملي لوبډله د بحرين په کوربه‌توب د نويو ځوانانو درېيم پړاو اسيايي سياليو کې له اتلولۍ ګټلو وروسته نن هېواد ته راستنه شوه.

د هېواد د المپیک، بندني روزنې او ورزش لوی ریاست د یادې لوبډلې تود هرکلی وکړ.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست مسولینو، د بېلابېلو ادارو چارواکو او ګڼو هېوادوالو ګډون کړی و.

د هېواد د ورزش ادارې لوی ریيس مولوي احمدالله وثيق د دې سترې بريا د مبارکۍ ترڅنګ له ټولو هغو مسولينو مننه کړې، چې له دې لوبډلې سره يې زحمت ایستلی و او دوی یې پر بنسټ دا ستر ویاړ او اتلولي هېواد ته راوړه.

نوموړي زياته کړې، د دې لوبغاړو او هغه لوبغاړو لپاره به، چې د بحرين سياليو کې يې مډالونه ګټلي، يوه ځانګړې ستاينغونډه جوړه کړي او دغه لوبغاړي به پکې معنوي او مادي تقدير کړي.

همدارنګه د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع د دې بريا د مبارکۍ ترڅنګ د هېواد ورزشي ادارې له غوره رهبرۍ مننه کړې او يادې لوبډلې ته يې د لابرياوو هیله کړې ده.

دغه راز د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون رییس محمد يوسف کارګر ویلي، افغان لوبډلې په دې سياليو کې د اسیا اتلانو او غټو لوبډلو ته ماتې ورکړه او دا يې د وياړ ځای یاد کړی دی.

افغان لوبډلې د دې سیالیو په ګروپي پړاو کې پرله‌پسې اوزبیکستان، بحرین او چین ته ماتې ورکړه. په نيمه پايلوبه کې یې بیا ټایلنډ او په پايلوبه کې یې د ایران پیاوړې لوبډلې ته د ۲ – ۱ ګولونو په توپير ماته ورکړه او په لومړي ځل يې د دې سياليو اتلولي وګټله.

د نويوځوانانو درېيم پړاو فوټسال اسیایي سیالۍ د بحرین په کوربه‌توب د اتو هېوادونو په ګډون په دوو ګروپونو کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۳مه پیل شوي وې، چې د اکتوبر پر ۳۰مه نېټه د افغان اتلانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.