د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر د بدخشان پوهنتون له مسولينو او استادانو سره د غونډې ترڅنګ د یاد پوهنتون له بېلابېلو برخو لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر شیخ مولوي ندا محمد ندیم ویلي؛ هغه استادان چې د پرديو دعوت یې نه دی منلی، په وطن کې پاته شوي او افغان ځوانانو ته د درس ورکولو په برخه کې لیواله دي موږ یې ملاتړ کوو او هر ډول درسي امکانات په واک کې ورکوو ترڅو د محصلینو سالمه روزنه وکړي.
د بدخشان پوهنتون مشرتابه او استادانو سرپرست وزیر سره په یاد پوهنتون کې شته ستونزي او وړانديزونه شریک کړي.
سرپرست وزیر مسولينو او استادانو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړی او په اړوندو چارو کې یې ورته لازمې سپارښتنې کړې.
د یادونې وړ ده، چې د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر د دې پوهنتون د تعليم او تربیې پوهنځی د تعمیر پرانيستنه هم کړی.