ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛  افغان اتلانو زېمبابوې ته د شل اوریزو سیالیو په لوبلړۍ کې ۳-۰ ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د یوې خورا جالبې او په زړه پورې لوبې په پایله کې کوربه زېمبابوې لوبډلې ته په درېیمه شل اوریزه نړیواله لوبه کې هم ماتې ورکړه او یاده لوبلړۍ یې ۳-۰ په خپله بریا پای ته ورسوله.

د لوبې پچه افغان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ وګټله او په خپل یې د توپ‌وهنې پرېکړه یې وکړه.

افغان لوبډلې په ټاګل شویو ۲۰ اورونو کې، رحمن‌الله ګربر۹۲، ابراهیم ځدراڼ ۶۰ او صدیق‌الله اتل د ۳۵ منډو پر مټ زېمبابوې لوبډلې ته د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه.

په دې پاڼۍ کې زېمبابوې لوبډلې لپاره براډ ایوانز دوه او ریچارډ نګاراوا  یوه وېکټه واخیسته.

پر وړاندې یې زېمبابوې لوبډلې ونشوای کړی، چې ټاکلی هدف پوره کړي او افغاستان دغه لوبه د نهو منډو په توپير وګټله.

بلخوا بیا د افغان لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې  عبدالله احمدزي درې، فضل‌الحق فاروقي دوه، فرید ملک دوه، محمد نبي او مجیب الرحمن یوـ یو لوبغاړی وسوځول.

رحمن‌الله ګربر د زېمبابوې پر وړاندې درېیمه شل اوریزه نړیواله لوبه کې غوره توپ‌وهنه وکړه او په خپلو ۴۸ بالونو یې ۹۲ ترلاسه کړې، چې پرمټ یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

بلخوا، ابراهیم ځدراڼ په یادو سیالیو کې خورا ښه توپ‌وهنه وکړه او د درېیو پرله‌پسې نیمه سلیزو په جوړولو د لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.