تېره شپه د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې د پلازمېنې کابل تر څنګ په شمال او شمال ختيځ ولایتونو کې د یوې زورورې زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.
د سمنګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د یادې زلزلې له امله تردې مهاله ۸ تنه شهیدان او نږدې ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.
مسوولینو زیاته کړې، چې د زلزلې له امله د سمنګان ولایت په مرکز کې یو تن شهید او څه باندې ۱۰۰ نور ټپيان شوي.
دغه راز، په خلم ولسوالۍ کې شپږ تنه شهیدان، څه باندې ۷۰ تنه ټپيان او په حضرت سلیمان ولسوالۍ کې یو تن شهید او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
ورته مهال، د امریکا د ځمکپوهنې ادارې د زلزلې مرکز د سمنګان خلم ولسوالۍ ښودلې ده.
يادې ادارې ویلي، زلزله د ځمکې له سطحې شاوخوا ۱۰ کيلومتره ژوره وه.

