د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي، بیګانۍ زلزلې په بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي چې له امله یې سخت خواشيني یو.
ښاغلي مجاهد د پیښې له امله شهیدانو ته جنت الفردوس ټپيانو ته د بېړنۍ روغتیا او خپلوانو ته یې د جمیل صبر او اجر غوښتنه کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، اړوند مسوولین او ارګانونه ټول بوخت دي، ترڅو د خلکو خدمت وشي او پر وخت د اړتیا وړ مرستې ورسیږي.

