په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې تېره شپه په شمالي ولايتونو کې د شديدي زلزلې له امله هېوادوالو ته ځاني او مالي تلفات اوښتي دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت له هېوادوالو سره په دې درانه غم كې ځان شريک بولي او د زلزله ځپلو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي. دغهراز د شهيدانو لپاره جنت الفردوس او ټپيانو ته بېړنۍ شفا غواړي.
همدا راز د يادې پېښې په پایله کې د بلخ ولايت تاريخي ودانۍ روضې مباركې او د سمنګان ولايت د جهان نما بڼ په شمول نورو تاريخي ابداتو ته هم جزیي زيان اوښتى دى، د تاريخي ځايونو ساتنه او رغونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت يوه له اساسي دندو څخه ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت تخنيکي ټيم به ژر د اوښتي زيان د معلومولو او بيارغونې په موخه اړین اقدام وكړي.

