ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۲۰۹ الفتح قول اردو د روغتیایي او تخنیکي ټیمونو له‌خوا د شمال زون له زلزله‌ځپلو سره بېړنۍ مرستې شوې

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د تېرې شپې زلزلې له امله د هېواد په شمالي زون کې لویې لارې بندې شوې او ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول.

یاد وزارت زیاته کړه،چې د همدې وضعیت له امله، د ۲۰۹ الفتح قول اردو مسوولینو د بیړنیو مرستو په موخه روغتیایي او انجنیري ټیمونه زیانمنو سیمو ته استولي، چې له هېوادوالو سره یې بېړنۍ مرستې ترسره کړې دي.

همدارنګه، د شمال زون د ساحوي ۱۰۰ بستریز روغتون روغتیایي ټیم د پېښې ځای ته په وخت رسېدلی او د زلزلې له امله یې ۹ تنه شهیدان او ۲۳ تنه ټپیان د همدې قول اردو روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه راز، د یاد روغتون بل روغتیایي ټیم چې د بلخ ولایت شولګر ولسوالۍ زیانمنو سیمو ته استول شوی و، له سیمې درې تنه شهیدان او ۱۲ تنه ټپیان د درملنې لپاره یاد روغتون ته لېږدولي دي.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال هم په زیانمنو سیمو کې د یادې قول اردو سلګونه تنه ځانګړي کمانډو او دفاعي ځواکونه په تصفیوي او مرستندویه عملیاتو بوخت دي.