ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جلال اباد – تورخم لویې لارې د ۷۵ کیلو متره سړک د بیا رغوني چارې پیل شوې

د جلال اباد – تورخم لویې لارې د ۷۵ کیلو متره سړک د بیا رغوني چارې د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې.

د ټولګټو وزات لخوا د جلال اباد – تورخم لویې لارې د ۷۵ کیلو متره اوږد سړک د بیا رغوني چارې د ننګرهار د والي مرستيال، د دغه ولایت د ټولګټو رییس او یو شمېر نورو سیمه اییز مسولینو په شتون کې پیل شوې.

 د سړک د بیا رغوني دغه پروژه د ټولګټو وزارت او خصوصي ودانیز او سړک جوړونې شرکت ترمنځ د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی، چې د شپږو مياشتو په موده کې به یې کار بشپړ شي، چې لګښت يې د ټولګټو وزارت لخوا ورکول کېږي.

د يادونې وړ ده؛ د يادې پروژې په پلې کولو سره به د سیمې یو شمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شي او له بشپړېدو سره به یې د سوداګریزو توکو په لیږد رالیږد کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.