ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان وزن‌پورته‌کولو ملي لوبډله د اسلامي هېوادونو په سیالیو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، چې د افغانستان د وزن‌پورته‌کولو ملي فدراسیون شپږ کسیزه ملي لوبډله د یادې ادارې په همکارۍ د اسلامي هېوادونو د پيوستون د شپږم پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه د سعودي عربستان ریاض ښار ته روانه شوه.

یاد ریاست زیاتوي، په دې سیالیو کې به شفیق‌جان سخي‌زاده په ۷۱ کیلوګرامه وزن کې، مجیب سلطاني په ۷۹ کیلوګرامه، زبیر نظري په ۸۸ کیلوګرامه او فضل‌کریم ترکمن به په +۱۱۰ کیلوګرامه وزن کې سیالي ترسره کړي.

همدارنګه، عبدالله دوست به د روزونکي او اکرم نادري به د مرستیال روزونکي په توګه ګډون وکړي.