ملي سوداګر او د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي په یو لړ ځانګړو مراسمو کې د فوټسال ۱۷ کلنو ملي لوبډله وستایله او اعلان شوې یو میلیون افغانۍ جایزه یې دغه ټیم ته ډالۍ کړه.
ورته مهال، د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست لوی رییس مولوي احمدالله وثیق د ښاغلي عزیزي له دغه اقدام څخه مننه وکړه او له نورو سوداګرو، پانګوالو او ملي بنسټونو څخه یې هم وغوښتل، چې د سپورټ او لوبغاړو ملاتړ خپل ملي مسولیت وګڼي.
ښاغلي وثیق له لوبغاړو ملاتړ د هېواد د ملي قوت، نړيوال وقار او راتلونکي نسل لپاره د باور پانګه بللې ده.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست لوی رییس زیاته کړې، چې د افغانستان لوبغاړي به نړیوالو ته دا وښایي چې افغانان په هر ډګر او هره سیالۍ کې د بریا وړتیا لري.

