د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کېر د اړوندو وزارتونو او ادارو له مسوولینو سره د هوايي کارګو له لارې بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د سوداګریزو توکو په ځانګړې توګه د وچو او تازه میوو د صادراتو په اړه دویمه تعقیبي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د اړوندو وزارتونو او ادارو مسوولینو په لومړۍ غونډه کې د ورسپارل شویو کارونو راپورونه وړاندې کړل.
اقتصادي معاونیت وایي، د یادو راپورونو له وړاندې کولو وروسته د اریانا افغان هوايي شرکت ته لارښوونه شوې، چې له دې وروسته هر کیلو صادراتي سوداګریز توکي په یو ډالر او هر کیلو وارداتي سوداګریز توکي په ۸۰ سېنټه ولېږدوي.
دغه راز غونډه کې د مالیې او ټرانسپورټ وزارتونو ته هم لارښوونه شوې، چې د اریانا افغان هوایي شرکت ته په خپلو فیسونو کې ۹۰سلنه کموالی راولي.
په ورته مهال د اریانا افغان هوایي شرکت ته هم لارښوونه شوې، چې د ژر تر ژره دې یوه کارګو الوتکه وپېري.

