ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ځوانانو اسیا جام سیالیو لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د ځوانانو اسیا جام سیالیو لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.

دغه سیالۍ به د روانې نومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۳مې نېټې پورې په د ۸ لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.

دروېش رسولي، چې په تېر پړاو اسیا جام سیالیو کې یې افغان لوبډله اتلولۍ ته رسولې وه، یو ځل بیا د یادو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

سربېره پر دې، په یاده لوبډله کې د صدیق‌الله اتل، زبید اکبري، غضنفر، بلال سمیع، محمد اسحاق رحیمي، قیس احمد او ننګیال خروټي په شمول ۱۰ لوبغاړي د تېر کال له اتلې لوبډلې هم شامل دي.

ښي لاسی چټک توپ اچوونکی عبدالله احمدزی چې په دې وروستیو کې د هېواد د ملي لوبډلې په ګټه ولوبېد او د زمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په ټولو سیالیو کې ولوبېد، هم د دغو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې ټاکل شوی دی.

افغان لوبډله د سریلانکا الف، بنګله‌دېش الف او هانګ کانګ ملي لوبډلو ترڅنګ د یادو سیالیو په الف ګروپ کې ځای لري چې خپله لومړۍ لوبه به د روانې نومبر میاشتې په ۱۵مه نېټه د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

افغان لوبډله به دغه راز خپله دویمه لوبه د نومبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د بنګله‌دېش الف او خپله وروستۍ لوبه به د همدې میاشتې په ۱۹مه نېټه د هانګ کانګ پر وړاندې ترسره کړي.

افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان په دې اړه وویل: «افغان ابدالیان لوبډلې د یادو سیالیو د تېر پړاو اتلولي خپله کړې ده او سږکال به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي. موږ د تېر پړاو سیالیو غوره خاطرې له ځان سره لرو او د سیالیو د ګټلو هدف ته په کتو سره مو یو ځل بیا پیاوړې لوبدله ټاکلې ده. موږ هیله من یو چې افغان لوبډله به ډېرې ښې لوبې کوي او یو ځل بیا به هېواد ته ویاړونه راوړي.»

د ځوانانو اسیا جام سیالیو لپاره د افغان ابدالیان لوپډلې په نوملړ کې دروېش رسولي (لوبډلمشر)، صدیق‌الله اتل «مرستیال لوبډلمشر»، نورالرحمن او محمد اسحاق «ویکټ ساتونکي»، زبید اکبري، عمران میر، رحمن‌الله ځدراڼ، اعجاز احمدزی، ننګیال خروټی، فرمان‌الله ساپی، قیس احمد، غضنفر، بلال سمیع، عبدالله احمدزی او فریدون داودزی غوره شوي دي.

د دوی ترڅنګ وفي‌الله تره خېل، صدیق‌الله پاچا او یما عرب په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.