د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند تېره ورځ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۴مه نېټه سمنګان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د زلزلې له امله له زیانمنو شویو هېوادوالو سره د خواخوږۍ په موخه لیدنه وکړه.
ملا عبدالغني برادر اخوند په زلزله کې د شهیدانو شویو هېوادوالو روح ته دعا وکړه، کورنیو ته یې تسلیت ووایه، ټپيانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه او ځان یې د هغوی په غم کې شریک وباله.
ښاغلي برادر اخوند وویل، اسلامي امارت ستاسي تر څنګ ولاړ دی او ډاډ درکوي، چې د خپلو ټولو امکاناتو په چوکاټ کې به د سرپناه جوړولو، کورونو ابادولو او ځینو نورو برخو کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.
دغهراز نوموړي له ټولو هغو خیریه بنسټونو، سوداګرو او هېوادوالو څخه مننه وکړه، چې په دې سخت وخت کې یې له زلزله ځپلو سره مرسته کړې ده.
اقتصادي مرستیال یوځل بیا هم پر ټولو شتمنو هېوادوالو، سوداګرو او نړیوالو خیریه بنسټونو غږ وکړ، چې د دې دردونکې پېښې له قربانیانو او زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده، چې ملا عبدالغني برادر اخوند سمنګان ولایت ته نغدې مرستې هم وړې دي، څو دغه مرستې د زیانمنو شویو هېوادوالو د کورونو د بیا رغونې، سرپناه جوړولو، د ټپیانو د درملنې او نورو اړوندو برخو د ستونزو د حل لپاره د سمنګانو د ولایتي مسؤلینو له لوري په روڼتیا سره ووېشل شي.

