د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، د پلازمېنې لوی او تاریخي کابل عیدګاه جومات به نن پنجشنبه، د لړم میاشتې په ۱۵مه نېټه، د کابل ښاریانو لپاره د پنځه وخته لمونځونو د ادا کولو په موخه پرانیستل شي.
یاد وزارت څرګنده کړې، چې تر دې وړاندې په دغه جومات کې یوازې د اخترونو لمونځونه ادا کېدل، نو له همدې امله وزارت پرېکړه کړې، چې له نن ورځې (پنجشنبې) وروسته به پینځه وخته لمونځونه په جماعت سره پکې ادا کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د کابل ښار له ټولو اوسېدونکو غوښتي، چې د یاد جومات د معنوي ابادۍ په پیاوړتیا کې په اخلاص او لېوالتیا سره ګډون وکړي او د اخترونو او جمعې د لمونځونو تر څنګ، پینځه وخته لمونځونه هم په جماعت سره ادا کړي.

