ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان او ایران د سپورټي همکاریو د پیاوړتیا هوکړه‌لیک لاسلیکوي

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی رییس مولوي احمدالله وثیق د سعودي عربستان د ریاض ښار په کوربتوب د اسلامي هیوادونو د پیوستون سیالیو په څنډه کې د ایران د سپورټ او ځوانانو چارو له وزیر احمد دنیاملي سره لیدنه کړې.

 ښاغلي وثیق پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو سپورټي اړیکو پر پیاوړتیا، د افغان کډوالو پر وضعیت او سپورټي فعالیتونو په اړه یې خبرې کړي.

 د نوموړي په وینا؛ دې لیدنه کې هوکړه شوې، چې په راتلونکې کې به دواړه هېوادونه د سپورټي اړیکو او همکاریو پیاوړتیا په موخه د سپورټي اړیکو یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړي.