د سوریې ولسمشر احمد الشرع تېره ورځ (شنبه، د نومبر ۸مه) په رسمي سفر د امریکا پلازمېنې واشنګټن ته رسېدلی دی.
د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع سبا (د دوشنبې په ورځ) په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدنه وکړي.
په یاده لیدنه کې، تمه کېږي چې دواړه لوري به د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف، سیمهییز امنیت او اقتصادي همکارۍ په اړه خبرې وکړي.
د شنونکو په وینا، دا د ۱۹۴۶ کال د خپلواکۍ له ترلاسه کولو ورورسته د سوریې د ولسمشر لومړنی سفر دی.
الشرع، چې د مې په میاشت کې یې په ریاض کې له ټرمپ سره خپله لومړنۍ لیدنه کړې وه، د جمعې په ورځ د امریکا له “ترهګرو د بندیزونو له لېست” څخه لرې کړل شو.

