ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په پکتيا، کاپيسا او بلخ ولايتونو کې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د مسوولينو په هڅو اوږدمهالې شخړې هوارې شوې

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، چې د دې وزارت د مسولینو او قومي مشرانو په هڅو د هېواد په درې ولايتونو؛ پکتيا، کاپيسا او بلخ کې اوږدمهالې شخړې هوارې شوې.

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست وايي، د سيد‌کرم ولسوالۍ هغه څلور کلنه شخړه چې يو تن پکې وژل شوی و او جدي ستونزې يې رامنځته کړې وې، د قومي مشرانو په منځګړيتوب حل شوه.

په ورته وخت کې د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ درې کلنه شخړه، چې د خپلمنځي تاوتريخوالي له امله راپورته شوې وه، د ياد رياست د مسوولينو په هڅو پای ته ورسېده او دواړو د ورورولۍ ژوند ته مخه کړه.

همدارنګه په بلخ ولايت کې هم د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو لخوا دوه کلنه کورنۍ شخړه، چې لويې بد بينۍ يې راپورته کړې وې حل او ښکېلو خواوو له تربګني لاس واخېست.