د جاپان سفیر ماساموتو کینیچي د اطلاعاتو او کلتور له وزير شيخ شير احمد حقاني سره لیدنه وکړه.
په پيل کې ماساموتو کینیچي د وروستی زلزلې په اړه د تسليت او خواخوږۍ څرګندونې وکړې او ویې ویل، جاپان له زلزله ځپلو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي.
نوموړي زياته کړه، جاپان د افغانستان د ثبات لپاره هڅې کوي، بشري مسایل له سياسي موضوعاتو سره نه تړي او د اسلامي امارت له لوري د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه او د هېواد په کچه امنيت د ستاينې وړ دی.
همدارنګه د جاپان سفیر د افغانستان د رسنيو پر وضعيت هم خبرې وکړې او له ملي موزيم سره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي زیاته کړه، جاپان د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په ګډه د کلتوري ميراثونو د ساتنې لپاره ژمن دی او دې برخې ته ځانګړی ارزښت ورکوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شير احمد حقاني د جاپان سفير ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د جاپان او افغانستان ولسونه تاريخي او ژورې اړيکې لري، له افغان ولس سره د جاپان مرستې صادقانه او له سياسي اهدافو څخه جلا دي، افغان ولس پدې برخه کې مننه کوي او د جاپان سره د اړيکو او همکاريو دوام غواړي.
نوموړي زياته کړه؛ د افغانستان ملي موزيم او د تاريخي اثارو او ابدو د ساتنې په برخه کې د جاپان همکارۍ ډېرې ارزښتناکې دي او په دې برخو کې د لا زياتو همکاريو هيله لري.
د ښاغلي حقاني په وينا؛ اسلامي امارت د نشه يي توکو د کښت، سوداګرۍ، قاچاق، استعمال او د معتادينو د درملنې په ټولو برخو کې خپله ژمنتیا ثابته کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، په هېواد کې رسنۍ د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې بشپړه ازادي لري او د هغوی د فعاليتونو لپاره مناسب مسير برابر شوی دی.

