د هېواد المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی رییس مولوي احمدالله وثیق د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو په څنډه کې د سعودي عربستان د ورزش له وزیر امیر عبدالعزیز بن ترکي الفیصل سره په ریاض کې لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د سعودي عربستان د ورزش وزیر عبدالعزیز بن ترکي الفیصل د افغانستان د ورزش له رهبرۍ مننه او خوښي څرګنده کړې، چې له افغانستان څخه په لویه کچه ورزشکارانو د اسلامي هېوادونو د پیوستون په سیالیو کې ګډون کړی دی.
عبدالعزیز بن ترکي الفیصل همداراز ويلي، چې افغانستان د سعودي عربستان ورور هېواد دی او دوی به هڅه وکړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ورزشي اړیکې لا پیاوړې شي.
د دې لیدنې په پای کې ښاغلي مولوي احمد الله وثیق د سعودي عربستان د ورزش له وزیر څخه د دوی د مېلمه پالنې په پار مننه کړې او په راتلونکې کې یې د لا همکاریو لپاره هیله څرګنده کړې ده.

