د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي محمدالله ضرار په مشرۍ د روضې مبارکې د بیارغونې کمېټې لومړنۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، په یاده ناسته کې د ګډونوالو له لوري پرېکړه وشوه، چې د دې تاریخي او کلتوري ابدې د بیارغونې چارې به په څو پړاوونو کې عملي شي.
یاد وزارت زیاته کړې، لومړی به د روضې مبارکې هغه برخې او برجونه چې تر ټولو زیاتې زیانمنې شوې دي ترمیم شي، ورپسې به د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست او همکارو بنسټونو په مرسته د يادې روضې د بیا رغونې بهیر په مسلکي او معیاري توګه د تاریخي اصل سره سم ترسره شي.
همدارنګه په دغه ناسته کې ګډونوالو ټینګار کړی، چې دا ودانۍ یوازې یوه مذهبي او تاریخي نښه نه؛ بلکې د ټول هېواد کلتوري هویت او ملي شتمني ده، چې د ساتنې او رغونې لپاره به یې ټولې اړونده اداراې په ګډه کار وکړي.

