د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د سعودي عربستان له سفر څخه تر راستنېدو وروسته د دغه وزارت له مرستیالانو او مرکزي رییسانو سره ناسته کړې.
په دې ناسته کې ښاغلي جلالي د خپل سفر د لاسته راوړنو، د بېلابېلو ځایونو څخه د لیدنو، په سعودي عربستان کې د طبي تجهیزاتو او مصنوعي ځیرکتیا نندارتون کې د ګډون، د سعودي عربستان د روغتیا له وزیر، د شاه سلمان او ګیټس بنسټونو مسوولینو او د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې له مشرې سره د لیدنو په اړه معلومات وړاندې کړې دي.
مولوي نور جلال جلالي په دې غونډه کې، ګډونوالو ته د شته ستونزو د حل په موخه اړینې سپارښتنې کړې دي.
دغهراز نوموړي، د روغتیا ملي پالیسۍ پر اړین تطبیق، دندو ته پر وخت حاضرېدو، ژمنتیا او بشپړې همغږۍ ټينګار کړی دی.
د عامې روغتیا وزیر روغتیا برخه کې د یو بشپړ برېښنایي سیسټم د رامنځته کېدو ژمنه کړې او ويلي يي دي:«موږ باید د نورو له تجربو څخه اړینه ګټه واخلو او د روغتیا برخه کې لا زیاتې او نه ستړې کېدونکې هڅې وکړو؛ تر څو روغتيا برخه د ځان بسیاينې لور ته یوسو او په کور دننه ټولو هېوادوالو ته معياري خدمتونه وړاندې کړو.»
همدارنګه، د ناستې ګډونوالو یاد سفر د لاسته راوړنو ډک بللی؛ ورته سفرونه یې د روغتیايي سکتور لپاره مهم او ګټور یاد کړي او ښاغلي وزیر ته یې ډاډ ورکړی، چې د شته ستونزو د حل لپاره به خپلې نهستړې کېدونکې هڅې دوامدارې ساتي.

