د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسولینو د چابهار بندر د ټرانزیټي مسیر په تړاو یوې خبري ناسته کې وویل، چې د دې وزارت په هڅو ایران د چابهار بندر له لارې د افغانستان د ترانزیټي توکو د لګښتونو لپاره ۵۰ سلنه تخفیف په پام کې نیولی.
د مسولینو په وینا، اوسمهال د چابهار بندر له لارې د افغانستان د سوداګریزو توکو د لېږد په موخه زیاتې اسانتیاوې برابرې شوي.
د دې وزارت مسولینو زیاته کړه، ایران افغان سوداګرو ته شپږ میاشتنۍ ویزې ورکوي چې د تمدید وړ هم دي او دغه راز د دواړو هېوادونو په خاوره کې د سوداګریزو توکو د انتقالاتو د لګښتونو کموالی هم په پام کې نیول شوی دی.

