ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون غونډه وکړه.

د غونډې په پیل کې د کمېسیون منشي د تېرې ناستې راپور وړاندې کړ او د کمېسیون لاسته‌ راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول.

په دې غونډه کې د ۵۰ جلده کتابونو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول او هغو کتابونه ته د چاپ اجازه ورکړل شوه چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو.

د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې ۲۰ ټوکه هغه کتابونه چې کمېسيون ته د ارزيابۍ په موخه سپارل شوي وو، د کمېسیون غړو ته ووېشل شول، تر څو راپورونه يې په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي.