د ترکیې دفاع وزارت ویلي، چې د دې هېواد یوه بار وړونکې (C130) الوتکه د جورجیا- اذربایجان په پوله کې را پرېوتې.
د ترکي رسنیو د راپور له مخې، دغه الوتکه چې ۲۰ تنه پکې سپاره و، له اذربایجان څخه یې ترکیې ته الوتنه کړې وه.
تراوسه د دې پېښې د تلفاتو په اړه کره جزییات نه دي ورکړل شوي او د ژغورنې او پلټنې عملیات تراوسه روان دي.

