ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له سکټوري ادارو سره د موسسو او مرستندویانو د ستونزو او مسایلو د حل عالي کمېټې لومړۍ غونډه وکړه


د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو د رییس په مشرۍ له سکټوري ادارو سره د موسسو او مرستندویانو د ستونزو او مسایلو د حل عالي کمېټې لومړۍ غونډه  تېره ورځ د روان کال د لړم په ۲۱مه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.
په غونډه کې په سکتوري وزارتونو او ادارو کې د تفاهم لیکونو لاسلیک پروسې پر اوسني وضعیت، د ځنډ پر لاملونو او حل‌لارو هر اړخیز بحث وشو.

د غونډې ګډونوالو د موسسو د فعالیتونو د تنظیم او انسجام د شته طرزالعمل پر بشپړ پلي کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، په دې سره به اوسنۍ ستونزې حل او پروژې او پروګرامونه به د هېوادوالو له اړتیاوو سره سم پلي شي.

دغه‌راز پر یادو موضوعاتو له هر اړخیز بحث وروسته تصمیم ونیول شو، چې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت دې هر تفاهم‌لیک د موسسو په طرزالعمل کې د درج شویو ۱۵ ورځو په لړ کې له سکټوري ادارو سره تعقیب کړي، ترڅو ستونزه مشخصه او حل لاره ورته پیدا شي.

همدارنګه په غونډه کې پر دې هم هوکړه وشوه، چې له سکټوري ادارو څخه دې لومړیتوبونه راټول او له تمویلوونکو او موسسو سره دې شریک شي.

دغه‌راز پرېکړه وشوه، چې د موسساتو لپاره چمتو شوی طرزالعمل دې ټول اړوند اړخونه په بشپړ ډول پلي کړي.