ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قاری حمیدالله تمکین د ترکیې د دیني چارو ریاست د بهرنیو چارو له رییس سره لیدنه وکړه

 ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري اتشې قاری حمیدالله تمکین، د ترکیې د دیني چارو ریاست د بهرنیو چارو له رییس ښاغلي انصاري یني تورک سره لیدنه وکړه.

 ښاغلي انصاري یني تورک د اسلامي امارت کلتوري اتشې ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د هغه له راتګ څخه خوښي وښوده او دغه لیدنه ‌یې د دواړو ورورنو هېوادونو ترمنځ د کلتوري، دیني او علمي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې د ګډ هوډ نښه وبلله.

انصاري یني تورک وویل، د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکې د ګډو اسلامي ارزښتونو او ژورو تاریخي او کلتوري اړیکو پر بنسټ ولاړې دي.

 قاري حمیدالله تمکین د ترکیې جمهوریت د بېلابېلو علمي او ښوونیزو همکاریو څخه مننه وکړه او د افغان زده کړیالانو د دیني او شرعي علومو په برخو کې له لیسانس څخه تر دوکتورا، د دارالعلوم زده‌کوونکو جذب، د نهم څخه تر دولسم ټولګیو کې افغان زده‌‌کوونکو ته د زده‌‌کړو زمینه برابرول، همدارنګه د شرعیاتو له څانګې څخه فارغ شویو ځوانان لپاره د تخصصي دورې (فی‌الفقه) د دوام د زمینې برابرولو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

دغه‌راز انصاري یني‌ تورک ډاډ ورکړ، چې د ترکیې د دینی چارو عمومي ریاست له اسلامي امارت سره په علمي، کلتوري او ديني برخو کې هر ډول مرسته او همکاریو ته چمتو دی.

 نوموړي زیاته کړه، چې د افغان زده کړیالانو لپاره به د دیني او شرعي علومو په برخه کې له لیسانس څخه تر دوکتورا پورې د تحصیلي بورسونو سهم زیات شي او همدارنګه به د دارالعلوم له نهم څخه تر دولسم ټولګي پورې زده‌ کوونکي او د قران کریم حافظانو د شمولیت زمینه برابره شي او په ترکیه کې د قرآن کریم د حفظ او تلاوت نړیوالې سیالۍ لپاره به دوه رسمي بلنلیکونه په انقره کې د اسلامي امارت سفارت ته واستول شي، تر څو دوه تنه وړ کسان دې سیالیو ته ور وپېژندل شي.

همدا راز ښاغلي تورک، د ترکیې د دیني چارو ریاست کې د لس تنو افغان ممتازو عالمانو د علمي کنفرانسونو او د نظرونو د تبادلې غونډو کې د ګډون لپاره چمتووالی اعلان کړ.

 د لیدنې په پای کې ښاغلي انصاري یني ‌تورک ټینګار وکړ، چې د ترکیې جمهوریت تل د افغانستان د اسلامي امارت له ولس او دولت سره ولاړ دی او په بېلابېلو برخو کې د ملاتړ او همکاریو د دوام ژمنه کوي.