د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کابل کې د مور او ماشوم لپاره د فرانس روغتیایي انسټیټیوټ (FMIC) French Medical Institute for Mother and Children) له لوري جوړ شوي ۱۵م نړیوال علمي او څېړنیز کنفرانس کې ګډون وکړ.
مولوي نور جلال جلالي د مور او ماشوم لپاره د فرانس روغتیايي انسټیټیوټ (FMIC) علمي هڅې وستایلې او ویې ویل:(دا ډول علمي غونډې د افغانستان روغتیايي نظام د پیاوړتیا او د خدمتونو د کیفیت لوړولو لپاره بنسټیز اهمیت لري، د علمي څېړنو ترویج، همغږي او ملاتړ د عامې روغتیا وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، ځکه څېړنه په پرمختګ، نوښت او غوره تصمیم نیونه کې اساسي رول لري، ورته علمي نوښتونه د ډاکټرانو د مسلکي ودې، د خلکو د هوساینې او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو لپاره هم حیاتي ارزښت لري).
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د عامې روغتيا وزارت به د څېړنیزو فعالیتونو د همغږۍ، څارنې او ملاتړ هڅې لا پیاوړې کړي، تر څو څېړنې د ملي ګټو او نړیوالو معیارونو سره سمې ترسره شي.
همدارنګه ګډونوالو دا غونډه د علمي تبادلې، همکارۍ او د څېړنې د کلتور پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وباله.
د مور او ماشوم لپاره د فرانس انسټیټیوټ (FMIC) استازو هم څرګنده کړه، چې د دوی موخه د افغان متخصصینو د روزنې، د علمي تجربو د شریکولو او د نوې پوهې د تبادلې لپاره زمینه برابرول دي او له عامې روغتيا وزارت څخه یې وغوښتل، چې د څېړنې په برخه کې د لا پراخې همکارۍ کلتور ته وده ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې دا کنفرانس د”زده کړې، نوښت ،کيفيت او پايښت” تر شعار لاندې د روغتیا په برخه کې د علمي څېړنو د هڅونې، نويو موندنو د شریکولو او د مسلکي تجربو د تبادلې په موخه جوړ شوی و.

