د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شيراحمد حقاني له ملي ارشيف څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې په ترڅ کې د ملي ارشیف ریيس قاري عبیدالله حنیف ښاغلي وزیر ته د ملي ارشیف د اسنادو، د اسنادو د بیارغونې او ډيجیټل کولو تر څنګ په ملي ارشیف کې د روانو فعاليتونو او پرمختګونو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل، همدا راز يې د یادو برخو د منابعو او وسايلو د غني کولو غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شیراحمد حقاني وویل، دا چې ملي ارشیف د هېواد په کچه یو له مهمو رياستونو څخه دی، ټولو ستونزو ته به يې رسېدنه وشي.
نوموړي زیاته کړه، د ملي ارشیف د پرمختګ لپاره به اړين ګامونه واخېستل شي او د اسنادو د ساتنې لپاره به په معیار برابر وسایل او منابع چمتو کړي.

