د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د «سمعاً وطاعةً یا امیرالمؤمنین حَفِظَکَ اللهُ تَعَالی وَ رَعَاکَ» په نوم یاد کتاب، چې په ۲۹۵ مخو مشتمل دی ډېر ژر به د لوستونکو په واک کې ورکړل شي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې په دغه کتاب کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره په کندهار پوهنتون کې د ننګرهار پوهنتون له لوري «په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت مضامينو د تدريس ارزښت او اغېزې» تر عنوان لاندې داخلي کنفرانس کې د ۲۶۰۰ شیوخو کرامو، علماء کرامو او د پوهنتونونو استادانو د بیعت تجدید بشپړ جریان په مستند ډول راوړل شوی دی، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله کټ مټ وینا، چې لومړی ځل خپرېږي او په بېلابېلو برخو کې یې علماء کرامو، استادانو او محصلینو ته غوره لارښوونې او توصیې پکې کړې دي، شاملې دي.
همداراز په دغه کتاب کې مهم موضوعات او له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره د استادانو د لیدنې او بیعت تأثرات، احساسات او بیعت پاڼې ځای پر ځای شوي دي.

