د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې (افغان ابدالیانو) د ځوانانو اسیا جام سياليو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د يادې لوبې پچه د سریلانکا لوبډلمشر ډونیت ویلالګي وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.
سريلانکا لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د رمیش مینډیس ۴۱، نووانیدو فرناندو ۳۹، ډونیت ویلالګي ۳۳، ویشن حلمبیګ ۲۸ او میلان رتنایکي ۹ منډو پر مټ افغان لوبډلې ته د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه.
په دې پاڼۍ کې افغان ابدالیانو لپاره بلال سمیع څلور، الله محمد غضنفر درې او عبدالله احمدزي یو سريلانکايي لوبغاړی وسوځاوه.
افغان ابدالیانو د صدیقالله اتل ۵۴، عمران مير ۳۴، دروېش رسولي ۳۲، قیس احمد ۱۶ او ننګیال خروټي ۱۵ منډو پر مټ په ۱۹.۵ اورونو کې ټاکل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.
بلال سمیع د څلورو ویکټو په اخیستو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
افغان لوبډله د دغو سیالیو په الف ګروپ کې د سریلانکا، بنګلهدېش او هانګکانګ له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.
د ځوانانو شلاوریز اسیا جام سیالۍ د نومبر په ۱۴مه نېټه د قطر په کوربهتوب د افغانستان په ګډون د اتو هېوادونو ترمنځ پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۳مې به دوام وکړي.
د یادونې وړده، چې د افغان ابدالیانو لوبډله به خپله دویمه لوبه د نومبر په ۱۷مه د بنګلهدېش له الف لوبډلې سره او وروستۍ ګروپي لوبه به د همدې میاشتې په ۱۹مه نېټه د هانګکانګ پر وړاندې ترسره کړي.

