ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلام مخاچیف په منځني وزن کې د ازادو سیالیو اتلولي خپله کړه

د روسیې ازادو سیالیو مسلمان لوبغاړي اسلام مخاچیف خپل اسټرالیايي سیال جک ډېلا ماډالینا ته په ماتې ورکولو سره د منځني وزن اتلولي خپله کړه.

دغه ستره سیالۍ نن سهار وختي د امریکا په نیویارک کې په ۵ راونډونو کې وشوه، چې له یوې سختې او جذابې سیالۍ وروسته مخاچیف د زیاتو نومرو په ترلاسه کولو سره خپل سیال مات کړ او د دې سیالیو مرکزي لوبه یې په خپل نوم پای ته ورسوله.

له دې وړاندې مخاچیف د سپک وزن اتلوي هم ګټلې وه.