ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مهمې کړنې او لاسته راوړنې!

د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ګڼې لاسته‌راوړنې لري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي؛ دا وزارت توانیدلی، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د تېرو شاوخوا څلورو کلونو پر مهال په بېلابېلو برخو کې ګڼ فعالیتونه ترسره کړي.

– په دغه موده کې د هېواد په کچه مخابراتي خدمتونو ته د خلکو لاس رسی له ۲۲.۴ میلیونو څخه ۲۶.۲ میلیونو ته لوړ شوی، ۳ جي خدمتونو ته بیا لاس رسی له ۶.۲ میلیونو څخه ۶.۸ ته لوړ شوی او دغه راز ۴ جي خدمتونو ته لاس رسی له ۱.۶ میلیونه څخه ۶.۹ میلیونه مشتریانو ته لوړ شوی دی.

– د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد په مخابراتي سکټور کې تردې مهاله د ۱۲.۶۴ میلیارده افغانیو په ارزښت پانګونه شوې، دغه راز په مخابراتي مارکیټ کې سالمه سیالي رامنځته شوې او د خدمتونو بیې راټيټې شوې دي.

– اوس مهال د هرې شبکې دننه د پیرودونکو ترمنځ د یوې دقیقې غږیزې اړیکې بیه ۱.۳۰ افغانۍ او له یوې شبکې بلې ته د یوې دقیقې اړیکې بیه ۱.۴۰ افغانۍ ټاکل شوې او دغه راز د یو جي بي میاشتنۍ انټرنټي کڅوړې بیه ۹۵ افغانۍ ټاکل شوې ده.

– ياد وزارت د نوي طرزالعمل په اساس په ټول هېواد کې تر دې مهاله له۲۲ میلیونه څخه زیات سیمکارتونو بیا ځلي ثبت او راجسترول، د ۱۴۳۰ نویو مخابراتي سایټونو فعالول او د ۱۷۲۸ کیلومتره په اندازه د نوري فایبر د نویو شبکو کیبل غځول خپلې نورې لاسته‌راوړنې بولي.

– د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو را په دېخوا ۱۵۵ جوازونه او جوازلیکونه صادر شوي دي.

– اوس مهال په ټول هېواد کی په ۲۴ ساعته توګه مخابراتي خدمتونه وړاندې کیږي.

–د اسلامي امارت له حاکميت وړاندې د امنیتي ستونزو له امله د هېواد د درېیو او یا هم شپږو ولایتونو په مرکزونو کې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت اندازه کولو لپاره د ډرایف ټیسټ عملیه ترسره کېده، د اترا ادارې لخوا د ډرایف ټیسټ ګرځنده دستګاوو له خریدارۍ او زیاتیدو سره، د لومړي ځل لپاره د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د ډرایوټست ګرځنده دستګاوو پر مټ د مخابراتي خدمتونو کیفیت معلومولو عملیه ډرایف ټیسټ ترسره کیږي.

–د کابینې د پرېکړې او د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د حکم له مخې، د هېواد ټولو سرحدي سیمو سروې ترسره او د مخابراتي پوښښ لپاره د اړتیاو معلومات راټول شوي، چې عملي کار به یې ډیر ژر پیل شي.

–د اترا ادارې د بررسي په پایله کې د مخابراتي شرکتونو اړوند (۳۶،۲۰۷،۵۸۶) پېرودونکو ته په خپلرسي توګه د بېلابېلو خدمتونو د فعالولو قضیو ته رسېدنه شوې، چې په پایله کې به یې (۵۲،۲۴۴،۵۹۵،۹۵) افغانۍ بېرته متضررو کسانو ته اعاده او ور واستول شي.

–د اسلامي امارت له راتګ را په دېخوا د اترا ادارې د تخنیکي معیارونو سره سم د مخابراتي او انټرنټي شبکو د پراختیا او د راډیوګانو، تلویزیونونو، مخابراتي او انټرنټي ټاورونو د ثبت په موخه د اړوندو طرزالعملونو او معیارونو په پام کې نیولو سره ۴۴۶۰ مخابراتي ټاورونه (سایټونه) بررسي شوي دي.

–د هېواد پلازمېنې کابل په کچه د فریکونسیو د کنټرول او څارنې سیستم مرکز جوړ او فعال شوی دی، چې په نږدې راتلونکي کې به د هېواد په لویو ښارونو کې هم دا ډول سیستمونه فعال شي یاد سیستم چې له فریکونسیو د غیر قانوني ګټې اخیستنې او فریکونسیو د اخلال د مخنیوي په موخه رامنځته شوی دی، د عوایدو لوړولو په برخه کې مهم رول لوبوي.

–د مخابراتي فریکونسیو له غیر قانوني کارونې څخه د مخنیوي او همدارنګه د قانوني فریکونسیو له اخلال څخه د مخنیوي او د بېلابېلو فریکونسیو د غیر قانوني کارونې لسګونه موارد د یاد سیستم پر مټ کشف، تثبیت او له غیر قانوني کارونې څخه یې مخنیوی شوی دی.

–د هېواد د ملکي هوايي چلند په خدمتونو کې د فریکونسۍ له اخلال څخه د مخنیوي په موخه، د فریکونسۍ د اخلال عوامل کشف او تشخیص شوي دي، او د حل لپاره یې د راډیوګانو په همکارۍ په ټول هېواد کې د راډیویي شبکو په تخنیکي وسایلو او ترانسمیټرونو کې د ” فریکونسی بانډ فیلترونو” د نصبولو کار پیل او دا مهال روان دی.

–د مخابراتي خدمتونو د کیفیت لوړولو په موخه، هېواد کې ګڼ شمېر غیر قانوني فریکونسۍ ګډوډوونکي وسایل لکه؛ سیګنل بوسټرونه او ریپیټرونه تشخیص او خنثی شوي دي.

–د کابل ولایت لومړۍ او دوهمې ناحیې اړوند مارکیټونو او کابل شاوخوا کې د غیر قانوني رپیټرونو (سګنل بوستر) د خنثی کولو لاک او مهر په بهیر کې د تعمیراتو د ننه (۳۰۰) او له تعمیراتو د باندې (۲۴۳) او د (۲۶۴) آخذو رسیور قطع کوونکي، لاک او مهر شوي دي.

–په کابل او د هېواد به ولایتونو کې له (۴۰) څخه زیات مخابراتي سایټونه چې د اترا ادارې له جواز پرته یې فعالیت درلود مهر و لاک شوي دي.

–د مخابراتی شرکتونو په انټرنټ کې د فلتریشن پروسه (د ټیک ټاک، پاپجي او غیر اخلاقي سایټونو) د مخنیوي په موخه په کامله توګه څارنه او پلي کول.

–د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د (۲۵۰) شاوخوا غیر مجاز مخابراتي وسایل لکه (ریپیټر، بوسټرونه، سټارلینکونه او نور) چې د فریکونسیو د اخلال لامل ګرځېدلي وو، کشف او خنثی شوي دي.

–هېواد ته له اجازې پرته د X STARLINK Wi-Fi وسیلې تورید شوې وې، چې د څارنې پر مهال په ځینو ولایتونو کې له عامو وګړو څخه (۱۰) پایې دا ډول وسیلې ترلاسه او ددې ادارې د استازو له لوري مهر و لاک شوې دي.

– (۲۰) مخابرې (Walkie talkies) چې جوازونه یې نه درلودل او د مختلفو اشخاصو له لوري استفاده کیدلې غیرمجاز وګڼل شوې او د څارنې ټیم لخوا لاک او مهر شوې.

–د مخابراتي شرکتونو د (۱۲،۵) میلیونه سیمکارتونه د ثبت او راجستریشن د نوې کړنلارې مطابق په سمه توګه بیاځلي ثبت او راجستر شوي دي، همدارنګه د مخابراتي شرکتونو اړوند (۶،۱) میلیونه سیمکارټونه غیرې فعال شوي دي، چې د سیمکارټونو د ثبت او راجسټریشن کړنلارې مطابق نه وو راجسټر شوي.

–په کابل او د هېواد په ولایتونو کې له ۴۰ څخه د زیاتو مخابراتي سایټونو مهر ولاک کول، چې له جواز پرته یې فعالیت کاوه.

–د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د مخابراتي او نوري فایبر جواز لرونکو شرکتونو د نوري فایبر غځونې چارې د قوانینو او اړونده زېربناوو د شریکولو پالیسي په رڼا کې څارل شوې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم وزارت له اجازې او منظورۍ پرته په خپل سر د غیر مجاز نوري فایبر غځونې څخه مخنیوی شوی دی.

–د اسلامي امارت له بیا ځلي واکمنېدو را په دېخوا د شکایتونو اوریدو څانګې د کال سنټر د ۹۹۹ شمېرې، ټولنیزو رسنیو، عرایضو، لیکونو، آنلاین پورتل، بريښنالیکونو او د پیرودونکو د مستقیم حضور له لارې ټولټال (۱۸،۹۵۹۱) شکایتونه تر لاسه کړي دي، چې له ډلې یې (۷۰۲۲) شکایتونه د آنلاین پورتل، مکتوبونو او برښنالیکونو له لارې د اړوندو شرکتونو سره شریک او پاتې نور یې د اترا ادارې د شکایتونو اوریدو مسوولینو او داخلي ریاستونو له لوري ځواب او مشترکینو ته قناعت ورکړل شوی دی.

–همداراز د شکایتونو اورېدلو څانګې له خوا د کریدټ کارت د غلاوو په تړاو (۳۶۵) قضیې ثبت شوي دي، چې د معلوماتو له مخې، فریبکارانو د ټیلیفوني اړیکو له لارې د پیریدوونکو څخه په چل او فریب (۳۳۳۸۳۰۴) افغانۍ کریدټ غلا کړی وو.

– متضررو پیریدوونکو یادې ستونزې د اترا ادارې سره شریکې کړې وې، چې د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ سره تر اوسه (۱۳۴۱۴۲۱) افغانۍ بیرته متضررو کسانو ته انتقال شوې دي.

– د کریدټ د غلاوو اړوند (۱۶۴) بېلابېلې قضیې چې د مختلفو اشخاصو سره تړاو لري، د لا زیاتو جزئیاتو د   ترلاسه کولو او جرمي څېړنو لپاره د کورنیو چارو وزارت ته استول شوې دي.

د یادولو وړده، چې د مخابراتي شرکتونو پېرودونکو شکایتونو ته د ښې، آسانه او بیړنۍ رسیدنې په موخه د شکایتونو اوریدو څانګې یو آنلاین پورتل فعال کړی دی، ترڅو د هغوی شکایتونو په کم وخت او عاجله توګه له مخابراتي شرکتونو سره شریک او مناسبې حل لارې ورته پیدا او د هغوی قناعت تر لاسه  شي.

د دې وزارت د معلوماتو پر اساس، د تېرونو مالي کلونو د عوایدو کړنې په لاندې ډول دي:

مالي کال ۱۴۰۰ (له ۲۴ زمری ۱۴۰۰ وروسته):

د مالیې وزارت له لوري ټاکل شوی هدف ۲۸٬۲۸۰٬۳۳۳٬۳۲ افغانۍ و، خو ۲۰٬۵۹۷٬۹۴۳٬۰۹ افغانۍ عواید راټول شوي دي.

دا شمېر د هدف په پرتله ۲۷.۱۶٪ کموالی ښيي.

د ۱۴۰۰ کال لومړۍ درې میاشتې:

موخه ۱۴٬۹۲۷٬۷۸۴٬۸۰ افغانۍ ټاکل شوی و، چې ۱۱٬۵۴۲٬۰۷۵٬۷۹ افغانۍ عواید ترلاسه شوي؛ یعنې د موخې په پرتله ۲۲.۶۸٪ کموالی.

مالي کال ۱۴۰۱:

موخه ۷٬۸۵۷٬۰۰۰٬۰۰۰ افغانۍ و، خو ۷٬۸۷۰٬۷۰۹٬۵۰۳ افغانۍ ترلاسه شوي چې د هدف په پرتله ۰.۱۷٪ لږ زیاتوالی ښيي.

مالي کال ۱۴۰۲:

موخه ۸٬۷۰۰٬۰۰۰٬۰۰۰ افغانۍ و، خو ۸٬۱۰۰٬۸۹۵٬۹۱۵.۷۸ افغانۍ ترلاسه شوي، چې د هدف په پرتله ۶.۸۹٪ کموالی ښيي.

مالي کال ۱۴۰۳:

موخه ۹٬۱۱۶٬۲۹۴٬۰۷۷ افغانۍ ټاکل شوی و، خو ۱۰٬۳۱۸٬۶۰۷٬۳۷۷.۹۵ افغانۍ عواید تر لاسه شوي چې ۱۳.۱۹٪ زیاتوالی ښيي.

مالي کال ۱۴۰۴:

موخه ۵٬۱۶۰٬۴۰۰٬۰۰۰ افغانۍ ټاکل شوی، او تر دې دمه ۵٬۹۷۴٬۶۸۰٬۲۶ افغانۍ عواید ترلاسه شوي چې د هدف په پرتله ۱۵.۷۷٪ زیاتوالی ښيي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د خپلو کارکوونکو د دینی، اخلاقي او فرهنګي کچې د لوړولو او د دینی زده‌کړو د پراختیا په هدف، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د درسونو، د عباداتو او معاملاتو د زده‌کړو او ډیجټلي پوهاوي په برخو کې پراخ فعالیتونه ترسره کړي دي.

د دغه وزارت یاد اقدامات د چلند د اصلاح، په کار کې د صداقت او اخلاص د پیاوړتیا او د کارکوونکو او مراجعینو لپاره د سالم او د باور وړ کاري چاپېریال د رامنځته کولو په موخه ترسره شوي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د دینی او فرهنګي زده‌کړو په برخه کې ترسره شوي فعالیتونه د کارکوونکو اخلاقي چلند پیاوړی کړی، د هغوی دینی پوهه یې زیاته کړې او یو سالم او مثبت کاري چاپېریال یې رامنځته کړی دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د داخلي تفتیش ریاست د فتحې له دورې تر ۱۴۰۴ لمریز کال پورې، د شفافیت د لوړولو، د شتمنیو او منابعو د دقیق کنټرول او د تابع ادارو د فعالیت د ښه‌والي په موخه په مرکزي ریاستونو او ولایتي واحدونو کې پراخ فعالیتونه ترسره کړي دي.

یاد فعالیتونه د تېر کال د فعالیتونو ارزونه، د مالي او اداري چارو څارنه او د اداري چارو او شتمنیو د ښه مدیریت لپاره د سپارښتنو وړاندې کول شاملوي.

د دې راپور هدف د ۱۴۰۱ کال د داخلي تفتیش ریاست هغه مهمې لاسته‌راوړنې او تطبیقي سپارښتنې وړاندې کول دي چې په ختیځو او سوېل‌ختیځو ولایاتو کې ترسره شوې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د داخلي تفتیش ریاست د فتحې له دورې تر ۱۴۰۴ کال پورې د پراخو څېړنو او تفتیشونو له ترسره کولو سره، توانېدلی چې په مؤثر ډول شفافیت، د شتمنیو کنټرول او د تابع ادارو د فعالیتونو کچه لوړه کړي.

دغه لاسته‌راوړنې په لاندې برخو کې لیدل کېږي:

•  د تحویل‌خانو د سیستم اصلاح،

•   د غصب شویو ملکیتونو استرداد،

•    د افرادو او شرکتونو له لوري د پاتې شونو پیسو راټولول،

•   د قراردادونو او تدارکاتو سم مدیریت،

•            او د تفتیش د کارکوونکو د تخصصي زده‌کړو له لارې د هغوی د ظرفیت لوړول.

همدارنګه د معیاري ډیټابیس جوړول او د راپورونو او موندنو کره مستندجوړونې، د وزارت داخلي سیستمونه په داسې ډول منسجم کړي چې د راتلونکي لپاره د تعقیب، شفافیت او حساب ورکولو وړتیا لوړه شوې ده. دغه اقدامات د منابعو د ضایع کېدو د مخنیوي، د مالي او اداري مدیریت د ښه‌والي او د څارنې د ځواک د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.

د ۱۴۰۳ کال د سیستم او شبکې آمریت فعالیتونه د تخنیکي ځان‌بساینې او په هېواد کې د ډیجیټل حکومتولۍ د تحقق په لور یو ستر ګام بلل کېږي.

د کلود بنسټیزو پروژو پلي کول، د ملي معلوماتي مرکز پیاوړتیا، د سایبري امنیت لوړول او د سراسري شبکې جوړول هغه مهم ګامونه دي چې د معلوماتو د زېرمه‌کولو، تبادلې او خوندي ساتلو لپاره یې باوري او پایدار بنسټ رامنځته کړی دی. د دغه بهیر دوام به په راتلونکو کلونو کې افغانستان د یو منسجم، امن او اغېزمن ډیجیټلي نظام پر لور بوځي.

د معلوماتي ټکنالوژۍ د تحقیق او پراختیا عمومي ریاست د هېواد د ستراتیژیکو موخو، د ډیجیټلي بدلون، د علمي ظرفیتونو لوړولو او د ټکنالوژۍ د نوښت په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

دا ریاست په دوو اساسي محورونو تمرکز لري:

۱. د ډیجیټلي مهارتونو پراختیا

۲. د معلوماتي ټکنالوژۍ څېړنه او نوښت

په ډیجیټلي مهارتونو کې د ۳۳ ولایتي ښوونیزو مرکزونو جوړول، تجهیز او فعالول، د ځانګړو ورکشاپونو ترسره کول، د برېښنايي زده‌کړو مدیریت سیسټم (LMS) پلي کول، او له ۷۴۰۰ څخه د زیاتو زده‌کوونکو فارغول د دې برخې سترې لاسته‌راوړنې دي. همدارنګه د کورسونو د تنظیم لپاره د پالیسیو او طرزالعملونو جوړول د دې بهیر د معیاري‌کولو او شفافیت لپاره مهم ګام دی.

په څېړنه او نوښت کې ۱۶ علمي څېړنې، ۱۰ تحقیقي پروژې، له ۳۰ څخه ډېر ورکشاپونه او سمینارونه، او د روباتیک او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې د نوښت لابراتوار جوړول، د دې برخې د پام وړ فعالیتونه دي.

په مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټکنالوژۍ کې د متن طبقه‌بندۍ سیسټم جوړول، د ChatGPT، بلاک‌چین او ۵G په اړه علمي څېړنې، او د AI په اړه د لیدلوري بدلون هغه مهم ګامونه دي چې د خدماتو د ډیجیټلي کېدو لپاره قوي بنسټ رامنځته کوي.

په همدې حال کې، د نوښت مرکزونو او د افغانستان د معلوماتي ټکنالوژۍ د څېړنیز ژورنال جوړول، د نوښتګرو، نوو شرکتونو او د نړیوالو بنسټونو سره د علمي تبادلې لپاره زمینه برابره کړې ده.

په ټوله کې، د معلوماتي ټکنالوژۍ د څېړنې او پراختیا عمومي ریاست فعالیتونه د دې نهاد د نوښت، زده‌کړې، څېړنې او د هېواد په ډیجیټلي پرمختګ کې د دوامداره پرمختیا ژمنتیا څرګندوي. دغه ریاست د څېړنیزو، تعلیمي او تخنیکي برخو په سم لوري لارښوونې سره، د افغانستان د ډیجیټلي حکومتدارۍ د موخو د تحقق لپاره مهم ګامونه پورته کړي او د هېواد د معلوماتي ټکنالوژۍ د پرمختګ اصلي محور په توګه پېژندل کېږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ډیجیټلي حکومتدارۍ د ستراتیژیکو موخو او د مخابراتو د سکتور د دوامداره پرمختګ په لار کې، د تخنیکي زیربناوو د پیاوړتیا، د پروژو د ښه مدیریت او د داخلي او بهرنیو پانګونو د جذب په تمرکز، ګڼ شمېر برنامې او فعالیتونه پلي کړي دي.

په دې برخه کې، اړوند ریاستونه د نورو دولتي ادارو او خصوصي سکتور سره په نږدې همکارۍ، په ملي مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ پروژو کې د پلان جوړونې، پالیسۍ جوړونې، څارنې او پراختیا مؤثر او همغږه اقدامات ترسره کړي دي.

یاد اقدامات په لاندې برخو کې شامل دي:

•             د ایران سره د لاسلیک شوې هوکړه‌لیکونه د تطبیق لپاره د عملیاتي پلان ترتیب او د وزیرانو شورا اقتصادي معاونیت ته سپارل،

•             د ۱۴۴۰ لمریز مالي کال لپاره د پراختیايي بودیجې د ترلاسه کولو پروپوزلونه ترتیبول،

•             د انټرنیټ تبادلې مرکز (NIXA) جوړول، د کلود زیربنا رامنځته کول او د سیسټمونو پراختیا،

•             د ملي معلوماتي مرکز د زیربنا پراختیا او خوندي کول،

•             د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښت مرکز جوړول،

•             د کارکوونکو ظرفیت لوړول، د ډیجیټلي حکومتدارۍ پیاوړتیا او د NTA کارکوونکو معاشونه ترتیبول او وزارت مالیې ته وړاندې کول،

•             د اداري فساد د مبارزې پینځه مارکونه ترتیبول او د امارت اسلامي ادارې ته سپارل،

•             د مخابراتو سکتور لپاره د داخلي او بهرنیو پانګونو د جذب او تمویل پروژې ترتیبول،

•             د ۱۴۰۴ کال د مالي کال د نتایجو پر اساس پلانونه ترتیبول او ادارې ته سپارل،

•             د ۱۴۰۴ کال د مرکزي او ولایتي پروژو بودجه او تخصیصات تنظیمول،

•             د ۱۴۰۴–۱۴۰۶ کال لپاره د فایبر نوري پلانونه ترتیبول او پینځه شرکتونه د تطبیق لپاره ټاکل،

•             په مهمو بندرونو کې د لابراتوارونو لپاره اړینه ځمکه ټاکل او د عامه فواید وزارت ته سپارل،

•             د وزارت اقتصادي لومړیتوبونه د مالیاتي رهکرد په چوکاټ کې ترتیبول،

•             د ریاستونو د پالیسۍ اړتیاوې ارزول،

•             د وزارت د داخلي پالیسۍ مسوده ترتیبول او د ریاست الوزراء امارت اسلامي ته سپارل،

•             د ستراتیژیک پلان مسوده ترتیبول او د وزارت ریاستونو ته د نظر غوښتنې لپاره سپارل،

•             د فایبر نوري زیربنا د پراختیا پالیسۍ ترتیبول،

•             د ملي مدیریت د حوادثو د ستراتیژیک پلان لپاره نظریات وړاندې کول،

•             د عامه فواید وزارت سره د موافقتنامې نهایی کول،

•             د شیدو موسسې او د تخنیکي تعلیماتو ادارې سره د تفاهمنامو مسودې ترتیبول او نظریات وړاندې کول،

•             د مخابراتي شرکتونو د نظرونو راټولول او د فایبر نوري زیربنا د پالیسۍ د ارزونې راپور وړاندې کول،

•             د پروګرامونو او پروژو د څارنې او مدیریت لپاره اقدامات،

•             د پروژو مرحلې په منظم او تاریخي ډول ثبتول او د اړوندو ریاستونو څخه معلومات راټولول،

•             د پرمختیايي پروژو د کمیتي او کیفیتي پرمختګ په اړه ربع وار راپورونه د اقتصاد وزارت ته وړاندې کول،

•             د پروژو د لګښتونو معلومات د مالیې وزارت سره شریکول،

•             د پروژو د پرمختګ لپاره اداري، تدارکاتي او مالي هماهنګي او همغږي.

د یادو فعالیتونو پایله دا ده چې وزارت مخابرات او معلوماتي ټکنالوژۍ توانېدلی چې په لاندې برخو کې ارزښتناکه ګامونه پورته کړي:

•             د فایبر نوري زیربنا پراختیا،

•             د ملي معلوماتي مرکز خوندي کول،

•             د انټرنیټ تبادلې مرکز (NIXA) جوړول،

•             او د ډیجیټلي حکومتدارۍ پراختیا.

د پلانونو، پالیسۍ، تفاهمنامو او ملي او نړیوالو موافقتنامو نهایی کول، د ۱۴۰۴ کال د مالي کال د پروژو او بودیجې تنظیم او دقیق راپورونه وړاندې کول د وزارت د شفافیت، همغږۍ او د مخابراتو سکتور د متوازن پرمختګ ژمنتیا څرګندوي.

همدارنګه، په کلود زیربنا کې د پراختیايي ګامونه، د کارکوونکو ظرفیت لوړول، د پانګونې جلب او د تخنیکي نوښتونو اسانول وزارت د ډیجیټلي حکومتدارۍ د موخو او د ټکنالوژۍ محور اقتصاد د پرمختګ په لور بوځي.

یادې لاسته‌راوړنې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د هڅو، ملي پلانونو پلي کولو، د اداري فساد سره مبارزه، او د پروژو اغېزمن مدیریت په ډاګه کوي، چې د هېواد په مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ سکتور کې يې د مثبتو او دوامداره تحولاتو زمینه برابره کړې ده.