ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لس اوریز کرېکټ لیګ نن پیلیږي

د متحده اماراتو ۱۰ اوریز (T10) لیګ نن سه‌شنبه په ابو ظبي کې پیلیږي.

په سږني پړاو لس اوریز لیګ کې ۸ لوبډلو ونډه اخیستې، چې د ۱۲ ورځو په موده کې به ټولې ۳۲ سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي.

د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې نن ماښام نارترن ویرییرز او کوېټه کوالري لوبډلې سره مخامخ شي.

د یادولو ده، چې ډیکان ګلاډیېترز لوبډلې د تېر کال اتلولي ګټلې وه.