د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شېراحمد حقاني د یو پلاوي په ملتیا د افغانستان ملي موزیم له چارو څخه څارنه او لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شېراحمد حقاني ملي موزیم د هېواد په کچه له مهمو ریاستونو څخه وباله او د ملي موزیم ریاست د علمي، تاریخي او کلتوري فعالیتونو د قدردانۍ ترڅنګ يې د هېواد تاریخي او کلتوري میراثونو د ساتنې، پالنې او خونديتوب پر اهمیت ټینګار وکړ.
د ملي موزیم د ریيس مولوي صبغتالله وویل، خوښ یو چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت رهبري د افغانستان ملي موزیم روان بهیر څخه له نژدې لیدنه کوي، ملي موزيم د هېواد له لویو تاریخي او کلتوري مرکزونو څخه شمېرل کېږي او زرګونه ارزښتمن تاریخي او کلتوري اثار پکې ساتل کېږي.

