ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جاپان سفیر: د افغانستان د کلتوري او تاریخي میراثونو ساتنه د ټولو نړیوالو ګډ مسولیت دی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي د جاپان له سفیر ماساموتو کِینیچي سره د فرهنګي همکاریو او تاریخي میراثونو د ساتنې په اړه لیدنه وکړه.

په پیل کې مولوي عتیق الله عزیزي د جاپان هغه هڅې وستایلې، چې د افغانستان د لرغونو کلتوري او تاریخي اثارو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې يې ترسره کړې دي.

ښاغلي عزیزي ټینګار وکړ، چې دغه مرستې د هېواد د کلتوري میراث د خوندي کولو لپاره ډېر ارزښت لري.

په ورته وخت کې، د جاپان سفیر ښاغلي ماساموتو کِینیچي د اسلامي امارت له لوري د تاریخي میراثونو د ساتنې هڅې د پام وړ وبللې او زیاته یې کړه؛ د افغانستان لرغونی تمدن د نړیوال اهمیت وړ دی، د تاریخي سیمو او اثارو ساتنه یوازې د افغانستان د حکومت مسوولیت نه، بلکې د ټولو نړيوالو ګډ مسوولیت دی.

همدرانګه ښاغلي سفیر د افغانستان د اسلامي امارت له لوري د مخدره موادو د مخنیوي، د فساد په وړاندې مبارزه او دتاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې هڅې بریالۍ او دارزښت وړ وبللې.