د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې غونډې ته له اجنډا سره سم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د کرنیزو څېړنو، کرنیزو تخمونو، د مالدارۍ خدمتونو او حیواني روغتیا او د نباتاتو د ساتنې او قرنطین ریاستونو له لوري د عوایدو لوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.
یاد معاونیت زیاته کړې، په غونډه کې له هراړخیز بحث وروسته یادې طرحې د تایید وړ وبلل شوې او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شوې.
د یادونې وړ ده، چې د یادو طرحو په پلي کولو سره به د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو کیفیت او کمیت لوړ، بهرنیو هېوادونو ته به یې په صادراتو کې اسانتیاوې رامنځته او په ورته وخت کې به د کرنې وزارت عواید هم ورسره زیات شي.

