د بلخ ولایت د ځایي مسوولینو او سوداګرۍ خونې په هڅو تېره ورځ اوزبیکستان ته د انارو، مڼو او وچو توتو صادارت پیل شول.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، په لومړي پړاو کې له یاد ولایت څخه اوزبیکستان او له هغه ځایه منځنۍ اسیا بازارونو ته د دوه نیم لکه ډالرو په ارزښت ۵۰۰ ټنه وچه او تازه مېوه صادره شوه.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د افغانستان تازه او وچې میوې د حیرتان بندر له لارې اوزبیکستان او منځني اسیا ته صادریږي او دا لړۍ به نوره هم داوم وکړي.

