د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شيراحمد حقاني د رسنيزو بنسټونو له استازو سره په هېواد کې د خبريالانو او رسنیزو چارو د ودې، پراختیا او ستونزو ته د رسېدنې په موخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې کې د باختر خبري اژانس ریيس مولوي ضیاءالحق حقمل، د افغانستان د خبریالانو د اتحاديې مشر حفیظ الله بارکزي، د خبريالانو د ملي کور مشر محمد یاسين متین، د ازادو خبریالانو ټولنې مشر حجت الله مجددي او د نورو رسنيزو بنسټونو مشرانو او استازو ګډون کړی وو.
د ناستې په پيل کې د افغانستان د خبريالانو د ټولنې مشر حفیظ الله بارکزي وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، هر افغان باید خپله اړونده برخه کې ملي وجيبه ادا کړي، خبریالان او رسنۍ د ملت او دولت تر منځ د اړيکو پل دی، د افغانستان اسلامي امارت دې په هېواد کې د شته خبريالانو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د دوی لاسنيوی دې وکړي.
دغهراز نوموړي زیاته کړې، خبریالان اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن دي، د واقعيتونو په خپرولو سره نه پرېږدي، چې معلوماتي خلا رامنځته او دښمنې کړۍ ورڅخه ناوړه استفاده وکړي، د خبریالانو په نړيوالو کنفرانسونو کې د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنې شريکې شوي دي.
همدا راز د یادو رسنيزو بنسټونو مسولينو د افغان خبريالانو او ولايتي رسنيو د وضعيت او په اوسنيو شرايطو کې د خبريالانو او رسنيو د دندو او همغږيو په اړه خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شيراحمد حقاني د خپلو خبرو په ترڅ کې یادونه وکړه، چې اوسنی نظام هېواد ته وفاداره او تر بل هر څه ورته ملي ګټې ارزښتمنې دي، اسلامي نظام د عمل نظام دی، رسنۍ او نظامونه د يو او بل په ملاتړ دوام کوي.
نوموړي زیاته کړه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له رسنيو څخه ملاتړ کوي، د رسنيو د بريښنا او فریکونسي ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ریاست الوزرا عالي مقام ته وړانديز شوی، چې تر منظورېدو وروسته به يې رسنۍ په جريان کې شي.
ښاغلي حقاني په وینا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو د ملي کور حیثیت لري او دروازې يې هر وخت پرته له کوم محدوديت څخه د خبریالانو او رسنيو پرمخ خلاصې دي.

