ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي همکاریو سازمان د کتابتونونو اوومه غونډه کې د افغانستان کتابتون د ډیجیټل کولو کمېټو غړیتوب ترلاسه کړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو رییس دوکتور رفیع الله صمیم د یو پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو (ECO) سازمان د غړو هېوادونو د کتابتونونو مشرانو په اوومه غونډه کې ګډون وکړ.

په دغه غونډه کې د عامه کتابتونونو رییس د غونډې برخوالو ته په افغانستان کې د عامه کتابتونونو د حالت، د اسلامي امارت په راتګ سره د کتابتونونو په برخه کې د پام وړ مثبت بدلون او د عامه کتابتونونو په وړاندې د یو شمېر ستونزو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.

په یاده غونډه کې چې له اسیا څخه د لسو هېوادونو او بنسټونو استازو پکې شتون درلود، د غړو هېوادونو ترمنځ د ډیجیټلي ارشیفونو په پراختیا، د کم‌یابو اثارو په ساتنې او د مسلکی ظرفیتونو او تجربو د شریکولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې په دغه غونډه کې د افغانستان کتابتون د ډیجیټل کولو، تعلیم او تحقیق کمېټو غړیتوب هم ترلاسه کړ.

د غونډې په لړ کې د افغانستان د عامه کتابتونونو ریاست ریيس د اوزبیکستان، ترکیې، ایران او قزاقستان د کتابتونونو مشرانو سره د ګډو همکاریو په پراختیا خبري وکړې.

دغه‌راز د کاشف په نوم  د کتابتونونو د مدیریت سیستم، چې د ترکیې لخوا جوړ شوی، ډاډ ورکول شو، چې په وړیا توګه د افغانستان عامه کتابتونونو ریاست سره یاد سیستم شریکوي او په دغه برخه کې به د مسلکي کسانو په روزنه کې هم د افغانستان د عامه کتابتونونو ریاست سره همکاري وکړي. د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د عامه کتابتونونو پلاوي له لوري یو شمېر کتابونه هم د غونډې ګډونوالو ته ډالۍ شول.