ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د جهادي ارزښتونو د ساتنې له لوی ریاست څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزیر، شیخ شیر احمد حقاني، د جهادي ارزښتونو د ساتنې له لوی ریاست څخه د فعالیتونو د ارزونې، جهادي آثارو، آرشیف او مستنداتو د کتنې په موخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست مسولینو د یاد ریاست د فعالیتونو، مسولیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د یاد ریاست ستونزې له نږدې واورېدې او ویې ویل:
« د تیرې جهادي دورې آثارو او مستنداتو راټولول او راتلونکو نسلونو ته د تاریخ په توګه ساتل د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست اساسي دنده ده.»

نوموړي زیاته کړې:«افغان مبارز، مجاهد او میړنی ولس د نړۍ دريو ستر ځواکمنو قدرتونو او امپراتوریو ته په پوره مېړانې سره ماتې ورکړې ده، خو د اسلامي امارت تر بیا حاکمیت پورې دې برخې ته پوره پاملرنه نه وه شوې.»

ښاغلي حقاني وویل:« د دوی مبارزې، جهادي آثار او سرښندنې راټولول او مستند کول راتلونکو نسلونو ته د مېړانې درس ورکوي او یادونه کوي چې د اشغال پر وړاندې مبارزه د افغان ملت په وینه کې نغښتې ده.»

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست مسولینو ته د ستونزو د حل او هر ډول همکارۍ کولو ژمنه وکړه.