د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري اتشې قاري حمیدالله تمکین د ترکیې په ازمیر ښار کې «د روغتیا، کلتور او ګرځندوی» تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.
اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، دغه درې ورځنی کنفرانس د ۱۳ هېوادونو د سفیرانو او د ۳۲ هېوادونو د دیپلوماتانو او اتشو په ګډون د څو اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و.
د کنفرانس په پیل کې د ترکیې د روغتیا وزیر او د ساتکوف (SATKOF) سازمان ریيسې مېرمن ای سون بای د ګډونوالو هرکلی وکړ او د نړیوالو تعاملاتو پر ارزښت یې ټینګار وکړ.
دوی څرګنده کړه، چې دغه تعاملات د روغتیايي نظامونو د پرمختګ، د کلتوري ظرفیتونو د لوړولو او د ګرځندوی د ودې لپاره مهم رول لري.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وینا، دغه کنفرانس د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي، کلتوري او ګرځندوی همکاریو د پیاوړتیا سربېره د متقابلې پېژندنې او د اړیکو پراختیا زمینه لا پراخه کړه.

