د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د اوزبیکستان د کرنې وزارت مرستیال جمشید عبدوذوکروف په مشرۍ کابل ته راغلي پلاوي د افغانستان د کرنې له متشبثینو او خصوصي سکټور سره یو شمېر سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي.
دغه قراردادونه د خوراکي توکو صادراتو او وارداتو برخه کې د همکاریو پراختیا چې سابه، غوښه او نور خوارکي توکي شامل دي لاسلیک شوي.
د کرنې وزارت په وینا، د دې تړونونو اساسي محور د خوراکي توکو له دې ډلې د سبزیجاتو، غوښې او نورو محصولاتو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د همکاریو پراختیا ده.
دغه وزارت زیاته کړې، د تړونونو د ګټو پر اساس دواړو لوریو ژمنه کړې چې د دواړو هېوادونو د اصولو له مخې به په پراخه کچه خپلو سوداګریزې همکاریو ته دوام ورکړي او د محصولاتو د راکړې ورکړې بهیر به پیاوړی کړي.

