د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ ترکیې ته تللي افغان پلاوي په انقره کې د «سیلا هولډینګ» شرکت له مسولینو سره وکتل.
عامې روغتیا وزارت وایي، چې د یاد شرکت مسولینو د روغتیایي بنسټونو د رغولو او د روغتیایي تجهیزاتو د تولید په اړه افغان پلاوي ته هر اړخیزه معلومات ورکړي.
ورته مهال مولوي عبدالولي حقاني په دې لیدنه کې ویلي، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د هېواد روغتیایي ادارې په نویو او عصري تجهیزاتو سمبال کړي.

