ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په اذربایجان کې افغان سفیر د دغه هېواد د عدلیې وزارت له مرستیال سره لیدنه وکړه

په اذربایجان کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر دوکتور محمد فیصل، د دغه هېواد د عدلیې وزارت له مرستیال او د محبسونو د عمومي ریاست له مشر میرصالح سیدوف سره لیدنه وکړه.

 په دې کتنه کې د افغان بندیانو د حقوقي وضعیت او اړوندو همکاریو په اړه بحث او خبرې وشوې.

دغه‌راز اذربایجاني لوري د افغان بندیانو د وضعیت په اړه ډاډ څرګند کړ او ستونزو ته یې د رسېدو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.