ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په لارښوونه نن په هېواد کې استسقاء ترسره کېږي

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په لارښوونه نن (جمعه، د لیندۍ ۱۴) په هېواد کې استسقاء ترسره کېږي.

ارشاد حج او اقافو وزارت د یوې خبرتیا په خپرولو سره څرګنده کړې، چې د اسلامي شریعت له مخې کله چې استسقاء د جمعې په ورځ کېږي، نو د همدې جمعې ورځې لمونځ ادا کول د استسقاء پر ځای بسنه کوي.

دغې خبرتیا کې له هېوادوالو غوښتل شوي چې د جمعې له لمانځه وروسته د استسقاء او ورښتونو دعا وغواړي.